سعودي عربستان لوېديځې غاړې رامالله ښار ته د صهيونيست رژيم له لوري د عربي هېوادونو د لوړوپوړي پلاوي د سفر مخې نيولو اقدام غندلی دی.
د ياد هېواد د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي، دغه ډول کړنې د صهيونيست رژيم افراطیت څرګند مثال او د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی.
د رويټرز راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په عمان ښار کې د اردن، مصر، بحرین د بهرنیو چارو وزیرانو او د عربي لیګ له عمومي منشي سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو له لوري دغه غبرګونونه داسې مهال کېږي، چې د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی دی او د سولې لپاره نړیوالې هڅې له جدي خنډونو سره مخ دي.