ډېر لوستل شوي

ايا د هندواڼې له روغتيايي ګټو خبر ياست؟

هندواڼه د اوړي له هغو خوندورو او یخو میوو څخه ده چې نه یوازې تنده ختموي، بلکې د انسان بدن ته ګڼې روغتیایي ګټې هم لري.

روغتيا پوهان وايي، چې دا میوه له ویټامینونو، معدني توکو او اوبو څخه بډایه ده او د بدن د انرژۍ، هاضمې، پوستکي، زړه، پښتورګو او ایمني سیسټم لپاره خورا ګټوره ګڼل کېږي.


هندواڼه تر ټولو خوندوره او د زیاتو اوبو درلودونکې میوه ده چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او د اوړي موسم په ګرمۍ کې انسان يخو خوراکونو ته اړتيا لري.

روغتیا پوهان وایي، هندواڼه د مثانې تیږه یا کاڼی له منځه وړي او که له خرما سره وخوړل شي، ګټه یې ډېره زیاتېږي .
د اوړي په ګرمو شپو او ورځو کې د تندې د له منځه وړلو او د بدن د اوبو پوره کولو لپاره د هندواڼې ځای یوه ميوه هم نه شي نیولی.

د معلوماتو له مخې، په ۱۰۰ ګرامه هندواڼه کې ۹۲ ګرامه اوبه ۰.۵ ګرامه پروتین، ۶ګرامه نشایسته ، ۱۰ ملي ګرامه فاسفورس ۱۰۰ ملي ګرامه پوتاشیم، ۶۰۰ ملي ګرامه ویټامین اې او ګڼ نور ګټور مواد او ویټامینونه لري.

د روغتیا پوهان په وينا، هندواڼه د وینې د فشار په کمولو، د هاضمې پر ښه جوړښت، د محرقې په له منځ وړلو، د ذهني پیاوړتیا او د زړه د ناروغیو لپاره ګټور درمل دي.

څیړونکي وایي، چې دا میوه د لیکوین په نوم ماده له ځانه سره لري او روغتیا پوهان هغه ماده یو قوي انټی اکسیډانټ بولي.
دوی وایي، چې دغه ماده کولی شي د جلد حجرات د آزادو راډیکلونو له ضرر څخه وژغوري.
دا راډیکلونه زیاتره د لمر د وړانګو سره یواځې منځته راځي یادې وړانګې د بدن پر پوستکي بدې اغیزې شیندي، چې د بیلګې په توګه د پوستکي ژر زړښت ، پر پوستکي د ګونځو پیدا کیدل او حتا د پوستکي سرطان د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.
همداراز د هندواڼو زړي هم خورا ګټې لري، چې د هاضمې په ښه کولو، د معدې التهاب او زیړي ناروغیو په مخنیوي سربېره د پوستکي د ګونځو په له منځه وړلو کې ښه اغیز لري.

د ښې هندواڼې پېژندنه؛

که دهندواڼې پر پوستکي سپین ژیړ بخن خالونه ډیر و دا ښه هندواڼه ده ، همداراز که دهندواڼې پر پوست وچې نښې وې، پوی شئ چې دا هندواڼه ډیره خوږه ده .
اوږده هندواڼه اوبه زیاتې لري؛ خو ګرده هندواڼه بیا خوږوالی ډیر لري.
که د هندواڼې بیخ شین و، هندواڼه چندان پخه نده او که زیړ و، بیا نو ښه پخه او خوندوره ده.

د هندواڼې زیانونه؛

په هندواڼه کې ډیر ویټامينونه لکه ویټامین  A,B,C،B6، پوتاشیم او لایکوپین شتون لري؛ خو په یاد ولرئ چې د هندواڼې ډیر خوراک زیانمن هم وي.

هندواڼه د کلورا او داسې نورو بیماریو لامل کیدلی شي، د ډير خوراک له امله د انسان د معدې په ستونزه اخته کوي چې اسهال، کلورا او ګیس په څیر د ناروغیو لامل کیږي، ځکه هندواڼه SORBITOL او لایکوپین لري، چې د هضمي سيستم خرابوي.

د هندواڼې ډیر خوراک د ګلوکوز کچه لوړوي، که یو کس د شکر ناروغي ولري؛ نو د هندواڼې خوراک یې شکر لوړوي، ځکه په دې کې ګلیسمک انډیکس شتون لري چې د شکر ناروغ لپاره زیانمن کیدلی شي.

د بدن د اوبو ډیرول د هندواڼې په خوراک سره کیږي، که چیرته په بدن کې اوبه زیاتي شي؛ نو د بدن مالګه او د سوډا اندازه کمیږي، چې له امله د انسان سر ورباندې څرخي او درد کوي، په بدن کې د اوبو ډيریدلو سره که چیرته څوک د بدن څخه اوبه ونه باسي؛ نو د ویني حرکت چټکوي، د سوځښت او د پختورګو د ناروغتیا لامل کیږي.

هندواڼه په ډیره پیمانه پوټاشیم لري چې د هډوکو، غړو او د زړه لپاره ګټور دي؛ خو د کمزورو زړونو لرونکو لپاره ستونزي ورپښوي.

یو کس په ورځ کې باید څومره هندواڼه وخوري؟

د معلوماتو له مخې، په ۱۰۰ ګرامه هندواڼه کې ۳۰ کلوریز چې له اوبو جوړ وي شته، یو انسان په اسانۍ سره نیمه کیلو هندواڼه خوړلی شي چې د کلوریز اندازه یې ۱۵۰ ته رسیږي، همدارنګه په ۱۰۰ ګرامه هندواڼه کې ۶ ګرامه خواږه هم وي، چې د نیم کیلو هندواڼې سره یې ۳۰ ګرامو ته اندازه لوړیږي.

سپارښتنه؛
هندواڼه د اوړي له ګټورو او خوندورو میوو څخه ده، خو باید په خوراک کې یې تعادل وساتل شي. هڅه وکړئ چې هندواڼه له نورو خوړو بیله او مناسبه اندازه (نیمه کیلو یا لږ ترې) وخورئ. د شکر ناروغان، د ګوارشي ستونزو درلودونکي او کمزوری زړه لرونکي کسان دې د ډاکټر له مشورې پرته ډېره هندواڼه نه خوري. معتدل خوراک مو له ګټو برخمن کوي او له زیانونو مو ژغوري.

اړوند خبرونه