د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغیزستان له سفیر «تورداکون سیدیکوف» سره کتلي او دواړو لورو پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د یوې نقشې پر جوړولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور فعالینو ترمنځ د سوداګریزو تبادلو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو بحث شوی، او همداراز له قرغیزستان څخه افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد هم خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د قیرغزستان سفیر د هغه هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر لخوا نورالدین عزیزي ته د «بیشکک» په فورم کې د ګډون رسمي بلنه وړاندې کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په دې کتنه کې د یاد وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی او د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر د بلنې او افغانستان ته د قرغیزستاني پلاوي د سفر هرکلی کړی دی. ښاغلي عزیزي همداراز په کابل کې د قرغیزستاني محصولاتو او تولیداتو لپاره د نندارتون جوړېدو او په لوړه کچه د تړونونو د لاسلیککېدو وړاندیز هم کړی دی.