د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چین ته سفر وکړ.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياد سفر د دې هېواد په رسمي بلنه ترسره شوی، تر څو د چين ـ جنوبي اسيا په نهم ننداتون او فورم کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې مولوي عبدالسلام حنفي به د دې سفر پر مهال د نندارتون او فورم تر څنګ د چین له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختيا او اقتصادي همکارۍ پر لارو چارو بحث وکړي.
دا سفر د افغانستان اسلامي امارت او د چین ولسي جمهوریت ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا ژورتیا او پراختیا لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي. د يادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم هم شامل دي.