ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي د چين – سويلي اسيا نندارتون کې: افغانستان د اقتصادي نښلونې لپاره چمتو دی

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي چين ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د چين ـ سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې ګډون او وينا کړې ده.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي حنفي د چين ـ سويلي اسيا نندارتون د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره مهم فرصت بللی او زياته کړې يې ده، چې چين د نړۍ د يو اقتصادي ځواک په توګه د «يو کمربند او يوه لار»  په څېر د نوښتونو له لارې د سيمې هېوادونو د ودې او پراختيا لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال ټينګار کړی، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزيټ، ټيکنالوژي او سوداګرۍ په برخو د همکاريو پراختيا ته لېواله دی. ښاغلي حنفي زياته کړې، چې اسلامي امارت د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له هېوادونو هم د ورته عمل تمه لري.

اړوند خبرونه