د بریتانیا دولت د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه ریچارد لیندسي ټاکلی، چې دا اقدام د کابل او لندن ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو په لړ کې یو مهم پرمختګ ګڼل شوی دی.
د THXNews د راپور پر بنسټ، ریچارد لیندسي د روان میاشتې (جون) له پیله د بریتانیا د ځانګړي استازولۍ چارې پر مخ وړي.
لیندسي د بریتانیې له پيژندل شويو سیاسي څېرو څخه دی، چې له دې وړاندې یې هم په افغانستان او پاکستان کې د سیاسي او امنیتي ماموریتونو تجربه لرلې ده.
د نوموړي د ګمارنې اقدام د بریتانیا د سیاستونو په نقشه کې یو مهم بدلون بلل شوی، او د افغانستان په اړه د لندن دریځ ته د نوې ستراتیژۍ بڼه ورکوي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې د قزاقستان ولسمشر هم تېره اوونۍ د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، چې د اسلامي امارت له تود هرکلي سره مخ شو.