د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان پر بنسټ د دوو وزارتونو د سرپرست وزيرانو په دندو کې ادلون او بدلون راغلی دی.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي چې د ياد فرمان له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت پخوانی سرپرست مولوي حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست او د دې وزارت پخوانی سرپرست وزير مولوي نجيبالله حقاني د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست وزير په توګه ټاکل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې د لوړو پوړو چارواکو په دندو کې ادلون او بدلون راغلی دی.