د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي چې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یاد ولایت واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د یاد وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا اداري ودانۍ په دریو پوړونو کې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کندوز کې د دې ادارې ودانۍ چارې به په ټاکلي وخت بشپړې او ورسره به د دغه ریاست کارکوونکو ته منظم او ارام کاري چاپیریال برابر شي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې بېلابېلو ادارو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې وې.