د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د جوزجان په «خانقاه» ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د اوبو رسونې د دې شبکې د جوړولو چارې د خانقاه ولسوالۍ په «ینګي قلعه عربیه» کلي کې پيل شوې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د خبر له مخې چې د دې شبکې په جوړېدو سره به ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
باید یادونه وشي چې دا مهال په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو رسونې د لسګونه شبکو د جوړولو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.