ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: د افغانستان او ازبیکستان سوداګري له یو میلیارد ډالرو اوښتې ده

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن د اذربایجان هېواد په «خنکندي» ښار کې د ازبیکستان له ولسمشر، شوکت میرضیایف سره کتلي، او دواړو لوريو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ او برېښنا خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ښو اړیکو ته په اشارې ویلي چې دا مهال د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې ده، چې د پخوا په نسبت ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
ملا عبدالغني برادر همداراز د دواړو هېوادونو د داقتصادي ثبات، زېربنايي پراختیا او ښېرازۍ لپاره د کانونو، ترانسپورټ، ترانزیټ، خدمتونو، سیمه‌ییزې زېربنا او بنسټیزو پروژو د پیل او مدیریت په برخه کې پر یو ځای کارکولو ټینګار کړی دی.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې د ازبیکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګونو ته په اشارې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د مزارشریف – هرات – کندهار اوسپنې پټلۍ پروژه، د نساجي فابریکو جوړولو، د سیمنټو تولید د تیلو د تصفیې کارخونو، د مالګې کانونو استخراج او پروسس، الکترونیکي حکومتولۍ او نورو سکټورونو کې د پانګونې ته چمتووالی لري.
په اعلامیه کې د شوکت میرضیایف له قوله ویل شوي چې دوی به د خپل هېواد له لارې منځنۍ اسیا او روسیې ته د افغاني توکو په ځانګړي ډول کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
میرضیایف همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي انتقالاتو، افغانانو ته د ویزو ورکړې او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د افغاني توکو د پلور لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د دغه مرکز پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه