په نږدې څو شېبو کې به د ننګرهار ولایت د همېشهبهار سب سټیشن لپاره د ۳۰ میګاواټه کپسیټور بانک د جوړېدو د پروژې د پرانیستې رسمي مراسم پیل شي.
یاده پروژه د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ولتاژ د تنظیم، د شبکې د ثبات او اضافي انرژۍ د جذب په موخه عملي کېږي.
تمه ده چې د پرانیستې مراسم به د برېښنا شرکت د مسوولینو، سیمهییزو چارواکو، تخنیکي کارکوونکو او رسنیزو استازو په ګډون ترسره شي. د مسوولينو په وينا، دغه تخنیکي پرمختګ به د برېښنا د کیفیت لوړولو، د ولتاژ د ستونزو د حل او د سیمهییزې شبکې د ثبات په برخه کې مهم رول ولوبوي.