ډېر لوستل شوي

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث شوی

د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال ډاکټر محمد نعیم د وزيرانو شوراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یو رسمي سفر په ترڅ کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال النور محمدوف سره کتلي دي.

ياد وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي چې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو همکاریو ترڅنګ، پر یو شمېر مهمو امنيتي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه او د اداري فساد د مخنیوي په تړاو مفصل بحثونه کړي دي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال د افغانستان د اسلامي امارت هڅې ستایلې او زياته کړې يې ده چې اذربایجان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

ډاکټر محمد نعیم د افغانستان او اذربایجان اړیکې تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې دا اړیکې باید د متقابلو ګټو پر بنسټ لا پراخې او پیاوړې شي. د يادونې وړ ده چې دواړو لوريو د اړیکو د لا پراختیا پر دوامدارو هڅو ټینګار هم کړی دی.

اړوند خبرونه