د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې خام فلزي مواد له هېواده بهر صادر نشي او پانګوال د پروسس کارخونو جوړولو ته وهڅول شي.
نوموړي دا څرګندونې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د “افغان قرغز د انتیموني او سربو پروسس” کارخونې د پرانیستې پر مهال کړې دي.
په یاده پروژه کې تر دې مهاله پنځه میلیونه امریکايي ډالر پانګونه شوې او ۷۰ سلنه رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي.
دغه کارخونه پر ۲۵ جریبه ځمکه جوړه شوې، چې له لارې یې له ۴۰۰ زیات کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. مسوولین وایي، د دغې پروژې چارې به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې سل سلنه بشپړې شي.