ډېر لوستل شوي

مولوي مهاجر فراهي: د یوناما پروګرامونه دې د ا.ا له ادارو سره په همغږۍ ترسره شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستيال مولوي مهاجر فراهي، د یوناما د عامه اړیکو د څانګې له سرپرستې جولیا الینو سره وکتل.

ياد وزرات وايي، په دې لیدنه کې الینو له ښاغلي فراهي سره د یوناما د عامه اړیکو د فعالیتونو معلومات وړاندې کړي او ژمنه يې کړې، چې د مطالعې فرهنګ، عامه پوهاوي او د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړونې په برخو کې به له وزارت سره ګډ کار وکړي.

مولوي مهاجر فراهي ټینګار کړی، چې د بهرنیو مؤسسو پروګرامونه دې د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق له اړوندو ادارو سره په همغږۍ تطبیق شي. د يادونې وړ ده، جولیا الینو هم ډاډ ورکړی چې د یوناما ټول پروګرامونه به له اطلاعاتو او کلتور وزارت او اړوندو ادارو سره په بشپړې همکارۍ او همغږۍ ترسره کېږي.

اړوند خبرونه