د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي ‘د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې د هوکړې تر لاسلیک مخکې’ د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د سیاسي مشاورت درې اړخیزه غونډه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې چې دې غونډه کې درې واړو هېوادونو د قوي اړیکو ترڅنګ پر سیمهییز ثباب، اقتصادي نښلون او د ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی دي.
سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې مولوي امیرخان متقي ویلي چې ټرانس افغان پروژه نه یوازې سیمهییز اتصال پیاوړی کوي، بلکې ددرې واړو هیوادونو ګډې ګټې تأمینوي.
په ورته وخت کې د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویلي چې حکومتونه یې په افغانستان کې د تلپاتي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سمیهییز اتصال د پروژو بشپړ ملاتړ کوي او غواړي چې افغانستان د سیمو د نښلوونکي هیواد محوري رول ولوبوي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د سیاسي مشاورت په دې درې اړخیزه غونډه کې د درې واړو هیوادونو ترمنځ د درېاړخیز سیاسي مشاورت پر دوام ټینګار شوی دی.