د شپږیزه لیګ د لسم پړاو سیالۍ به نن (شنبه) د دوو مهمو لوبو په ترسره کېدو سره پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دې پړاو لومړۍ لوبه به د تېر پړاو دفاعي اتلې لوبډلې، امو نهنګان او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شي.
ورپسې دویمه لوبه د مس عینک اتلان او سپین غر زمریانو ترمنځ پلان شوې ده.
یاد لیګ چې د هېواد د کورني کرېکټ تر ټولو ستره سیالي بلل کېږي، هر کال د زیاتو مینهوالو پام ځان ته را اړولی دی. ټاکل شوې چې د روان پړاو ټولې لوبې د کابل په کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.