ډېر لوستل شوي

د ټرانسپورټ وزارت کلنۍ لاسته راوړنې؛ ۵۸۰ ترمینلونه، ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۰ الوتنې، ۴ زره کاري فرصتونه او ۴۰ نوي پروژې

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وايي، د تېر یو کال په ترڅ کې یې د ترانسپورټي سيستم د پیاوړتیا، هوایي خدمتونو د ښه والي او زیربنایي پروژو د پراختیا په برخه کې ګڼ مهم ګامونه اخیستي دي.

د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د دې وزارت د واټ ترانسپورټ مرستیال مولوي عبدالسلام حیدري له قوله ويلي، اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۵۸۰ ترانسپورټي باروړونکي ترمینلونه فعال دي. نوموړي زیاته کړې، وزارت په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ترانسپورټي خدمتونو د تنظیم او قانونمندۍ په موخه نږدې ۸۲ زره نقلیه وسایطو ته جوازونه هم ورکړي دي.

د ياد وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق الله عابد په وینا، د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، وزارت ته ۲۳ زره جریبه ځمکه سپارل شوې ده. ښاغلي عابد زياته کړې، وزارت په تېر کال کې ۲۰ پراختیايي پروژې درلودې، چې د ځینو عملي چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

د حافظ صدیق الله عابد په وينا، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره یې ۴۰ نوي پروژې پلان کړي، چې په پلي کېدل به یې د هېواد د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا او خدمتونو د معیاري کېدو سبب شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د پلي کېدونکو پروژو له لارې تر اوسه شاوخوا ۴ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابر شوې. مسوولین دا د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه والي په لور یو مثبت بدلون بولي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند حکمت‌الله اصفي د اميد راډيو خبريال پوښتنې ته، چې آيا په ورځنۍ توګه د افغانستان له فضا څخه څومره الوتنې ترسره کېږي، په ځواب کې وويل: ” په تېر ۱۴۰۳ لمريز کال کې د ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۷۰ الوتنې ترسره شوې دي. “

ښاغلي اصفي دا د هوایي عبور پراختيا او د فضايي فعاليت ښکاره ښه مديريت بللی دی.

همداراز، د هوايي چلند عملیاتي مرستیال مولوي فتح‌الله منصور ټینګار کړی، چې د هېواد ټول نړیوال هوایي ډګرونه د نړیوالو اصولو سره برابر شوي او الوتنې ترې پر وخت ترسره کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مسوولينو په وينا، دا اقدامات نه یوازې د ترانسپورټي خدمتونو د شفافیت لامل شوي، بلکې د عوایدو راټولولو، ترافیکي اصولو او سوداګریزو اسانتیاوو په برخه کې یې هم مثبتې پایلې لرلې دي.

اړوند خبرونه