د چیچنیا د ازادې مبارزې لوبغاړي حمزه چیمایف د «یوافسي» په وروستۍ سیالۍ کې خپل افریقایي سیال «دریکوس دوپلیسی»، مات کړ.
دغه سیالي نن سهار ترسره شوه چې پکې دواړه لوبغاړو په پنځو پړاوونو کې سخته مبارزه وکړه، خو په پای کې چیمایف بریا خپله کړه او خپل سیال یې مات کړ.
حمزه چیمایف چې د روسیې د چیچنیا اوسېدونکی دی، تر دې مهاله يې ۱۵ سيالۍ کړې او تر اوسه یې هېڅ ماته نه ده منلې.