ډېر لوستل شوي

د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کلنۍ کم‌عمره لوبډله بحرین ته تللې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست خبر ورکړی چې د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ۱۴ کسيزه ملي لوبډله او يو اته کسيز پلاوی د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سياليو درېيم پړاو کې د ګډون په موخه بحرین ته سفر کړی دی. 

سرچینې لیکلي چې افغان فوټسال لوبډله به د دې سياليو په «الف» ګروپ کې د کوربه بحرين، ازبکستان او چين پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، چې خپله لومړۍ لوبه به د روانې ميلادي مياشتې په ۲۴مه نېټه د ازبکستان پر وړاندې ترسره کړي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې او فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال، حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د فوټسال کمېټې فني مرستيال فريد احمد يوسفزي او نورو ورزشي مسوولينو ګډون کړی و.

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سیالۍ درېيم پړاو به د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه د بحرین په کوربتوب له ۴۵ هېوادونو څخه د ۲۰۰۰ ورزشکارانو په ګډون پيل شي، چې له افغانستان څخه به په يادو سياليو کې د اتو بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون وکړي.

اړوند خبرونه