ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ايران ترمنځ د ګډې پولې د تثبيت او د سرحدي نښو د نوي کولو په تړاو خبرې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د ايران سفير علي‌رضا بېګدلي سره د افغانستان او ايران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبيت، د سرحدي نښو د نوي کولو او همکاريو په تړاو کتلي دي.

ياد وزارت په دې ناسته کې د ايران سفير په حواله ويلي، چې هېواد يې هڅه کوي، چې له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړې، ایران چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوي کولو په برخه کې خپلې چارې لا ګړندۍ او دايمي وساتي.

بلخوا، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د ایران له لوري د همکارۍ هرکلی کړی او ويلي يې دي، اسلامي امارت د سرحد د تثبیت په پروسه کې د کارونو د چټکتیا، د شته ستونزو د حل او هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی. ښاغلي نوري همداراز زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوي کولو بهیر په رسمي ډول پیل شي.

اړوند خبرونه