د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د دې ولایت یو شمېر سيمې په توپونو وېشتې دي.
د ياد رياست د معلوماتو له مخې، په ناړۍ ولسوالۍ کې ۱۶ فیره توپونه لګېدلي، چې له امله یې یو ولسي وګړی شهید او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداراز، پاکستان پوځي رژيم نن سهار پر سرکاڼو ولسوالۍ هم د لرې واټن ویشتونکو وسلو ۴۷ فیره مرمۍ توغولې، چې له امله يې یو ولسي کس شهید او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې ياد رژيم په منوري، شلتن او د اسعداباد په شاوخوا سیمو هم د توپ او توغندیز بريدونه کړي دي.

