ډېر لوستل شوي

غزني کې د زاړه ماين چاودنې له امله څلور ماشومان شهيدان شوي

د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په «علي خان‌خېل» کلي کې د یوه زاړه ماین د چاودنې له امله څلور ماشومان شهيدان شوي دي.

د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ وايي، په دې پېښه کې دوه ماشومان ځای پر ځای شهیدان او دوو نورو ماشومانو د سختو ټپونو له امله په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امنیتي مسوولينو له هېوادوالو، په ځانګړې توګه له ماشومانو غوښتي، چې ناچاودېدونکو توکو څخه ځانونه لرې وساتي او د مشکوکو شیانو په لیدلو سره سم‌لاسي اړوند ادارو ته خبر ورکړي.

اړوند خبرونه