د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو له وزیر، عبدالله بن زاید آل نهیان سره د افغانستان او امريکا ترمنځ موضوعاتو، سيمهييز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستيو حالاتو په اړه ټلېفوني خبرې کړي.
د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي متقي په سیمه کې د امریکا له لوري پیلشوې جګړه د غندنې وړ پارونه بللې او د متحده عربي اماراتو زغم یې ستایلی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان غواړي له پاکستان سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي.
بلخوا د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی د هېڅ لوري په ګټه ونه باله او څرګنده يې کړه چې هېواد به يې د ستونزو د حل په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.
نوموړي همداراز د افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې مهمې بللې او چمتووالی يې ښودلی چې هېواد به يې په دې برخه کې مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکړي.

