د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست خبر ورکړی، چې د سپين بولدک ولسوالۍ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستان څخه کندهار ته د ۷۳ غواوو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
د مسوولينو په وینا، په همدې تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د معلوماتو له مخې، د همدې هڅو په دوام، درې ورځي وړاندې هم له پاکستانه افغانستان ته د ۵۰ غواوو د قاچاق مخه نیول شوې وه. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو ګرځنده کمپاینونه او قاچاق مخنیوي هڅې زیاتې شوې او ټینګار کېږي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، څو څاروي په قاچاقي ډول هېواد ته دننه رانتقال یا بهر ولېږدوي.

