ډېر لوستل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۷ هېوادوالو ژوند بایللی

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۷ هېوادوال شهیدان او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.  

د دې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد نن (یکشنبه، حمل ۹مه) ویلي چې دا کسان په دایکنډي، میدان‌وردګ، لوګر، هرات، فراه، بادغیس، غور، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او لغمان ولایتونو کې د سېلابونو له امله شهیدان شوي دي.

د ښاغلي حماد په وینا چې همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله ۳۷ استوګنیز کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. 

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویاند دا هم ویلي چې وروستیو ورښتونو همداراز ۸۰ کیلو متره سړک، اووه د اوبو شبکې او ۵۸۲ کرنیزې ځمکې هم تخریب شوي او په ټوله کې ۵۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي.  سرچینې ویلي چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې په لارښوونه به ځپل‌شویو هېوادوالو ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.

اړوند خبرونه