ډېر لوستل شوي

د سږ کال کانکور ازموینې لومړی پړاو د غویي (ثور) په ۲۱مه نېټه پیلېږي

د ازموینو ملي ادارې عمومي رییس، شیخ عبدالباقي حقاني وایي چې د سږ کال کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې اخیستل کېږي چې لومړی پړاو به یې د غويي (ثور) میاشتې په ۲۱مه په ۱۵ ولایتونو کې پیل شي.
د امید راډیو خبریال په راپور کې د ښاغلي حقاني له قوله ویل شي چې د سږنۍ کانکور ازموینې دویم پړاو د همدې میاشتې په ۲۸مه په ۱۸ ولایتونو، او همداراز درېیم پړاو یې د غبرګولي (جوزا) میاشتې په ۱۲مه اخیستل کېږي.
د ازموینې ملي ادارې رییس همداراز ویلي چې متفرقه ازموینه به د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه واخیستل شي.
نوموړي ویلي چې سږ کال به لوړو زده‌کړو ته د عمومي زده‌کړو ۵۹ زره ۴۶۰ او د مدرسو ۲ زره ۴۰۰ فارغان جذب شي او دغه راز به په اختصاصي برخو کې ۸ زره ۵۸۵ او شپني پروګرام ته ۴ زره ۶ کسان دي.
شیخ عبدالباقي حقاني دا هم ویلي چې د پوښتنو د لا ښه پوهېدو لپاره د ژباړې بهیر له منځته وړل شوی او د دري ژبې پوښتنې د دري استادانو او د پښتو ژبې د پښتو استادانو له لوري چمتو کېږي.

اړوند خبرونه