د افغانستان او اوزبيکستان سوداګرو په ګډه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د هګیو او چرګو د تولید ستره پروژه پيل کړې ده.
په ياد ولايت کې د اميد راډيو خبريال وايي، چې د دې پروژې د بنسټ ډبر د بلخ ولايت والي مرستيال او د اوزبيکستان د نمنګان والي په شتونو کې کېښودل شوې او ټاکل شوې، چې ۴۰۰ جريبه ځمکه کې جوړ شي.
مسوولین وايي، د دې پروژې اساسي موخه د چرګانو د صنعت پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او پر وارداتو د تکیې کمول دي. ټاکل شوې، چې یاده پروژه به په راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

