د ایران تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوربند د ټینګښت لپاره ایران له امریکا سره یوه لس مادهییزه طرحه شريکه کړې، چې پکې مهم سیاسي او پوځي مسائل شامل دي.
د ياد اژنس د راپور له مخې، په دې طرحه کې لس مهم ټکي شريک شوي.
۱- امریکا به په اصولي ډول د تېری نه کولو ضمانت ورکوي.
۲- د هرمز تنګي کنټرول له ايران سره وي.
۳- ايران به د خپلو يورانيمو غني کولو ته دوام ورکوي.
۴- ټول لومړني بندیزونه به لرې کېږي.
۵- ټول لوی بندیزونه به پای ته رسېږي.
۶- د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ټول پرېکړهلیکونه به پای ته رسېږي.
۷- د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د بورډ ټول پرېکړهلیکونه به لغوه کېږي.
۸- ایران ته به د ټولو زيانونو غرامت ورکول کېږي.
۹- د امریکا جګړهییز ځواکونه به له سیمې وځي.
۱۰- د لبنان د اسلامي مقاومت په ګډون به په ټولو لوريو بريدونه درېږي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مسائل د اوس لپاره منلي او ویل کېږي، چې نوموړي د ایران پر وړاندې له خپلو ځینو سختو دریځونو شاتګ کړی دی.

