ایران له امریکا وروسته، له پنځو عربي هېوادونو څخه هم د جګړې د زیانونو د جبران غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران دایمي استازي احمد سعید ایرواني د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته په یوه لیک کې ویلي، چې بحرین، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات او اردن باید ایران ته غرامت ورکړي.
ایران ادعا کړې، چې یاد هېوادونه د امریکا او اسراییلو په ملاتړ د دې هېواد پر ضد جګړه کې ښکېل وو، او د نړیوالو قوانینو څخه یې سرغړونه کړې ده.
د ایرواني په وینا، دغه هېوادونه باید د خپلو کړنو له امله د ټولو مادي او معنوي زیانونو بشپړ جبران وکړي.
تر اوسه پورې یادو عربي هېوادونو د ایران دې غوښتنې ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
ایران تر دې وړاندې هم د وروستۍ ۴۱ ورځنۍ جګړې له امله له امریکا څخه د تاوان غوښتنه کړې وه، او اوس یې دا غوښتنه نورو هېوادونو ته هم غځولې ده.

