ډېر لوستل شوي

د افغانستان، اوزبيکستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه درې‌اړخیزه ناسته شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي د «منځنۍ اسیا نړیوال صنعتي نندارتون» په څنډه کې د اوزبيکستان پانګونې، صنعت او سوداګري له وزير لذيز قدرتوف او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له مرستيال اسکندر اسيلکولوف سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې درې واړو لوريو د ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتياوو پر برابرولو، په ځانګړې توګه د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په تړاو هر اړخيز بحث او د نظر تبادله کړې ده.

همداراز، په پای کې د ګډ کاري ګروپ پر جوړېدو هوکړه شوې، څو د ټرانزیټ، سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي. سربېره پر دې، د افغانستان د یاد نړیوال نندارتون غړیتوب هم تایید شوی دی. د یادونې وړ ده، چې دا نندارتون د منځنۍ اسیا هېوادونو ترڅنګ د روسیه او بلاروس په ګډون ترسره کېږي، او د افغانستان په ګډون سره به د هېواد صنعتي شرکتونه وکولای شي خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه