د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هرات ته د خپل سفر پر مهال د همدې ولايت له والي شيخ مولانا اسلامجار سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د ياد ولايت رسنيو دفتر وايي، چې ښاغلي متقي د هرات له صنعتي، سوداګریزو پرمختګونو او لویو ملي پروژو د ليدنې پر مهال خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې له ګاونډیو هېوادونو سره به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
بلخوا، د هرات والي د مولوي اميرخان متقي له سفر هرکلی کړی او د سیمهییزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د هغه هڅې ستایلې دي. د غونډې په پای کې، د هرات د مشرانو له لوري د ټاپي پروژې د پرمختګ او پیل په برخه کې د بهرنیو چارو وزیر د هڅو او قدردانۍ په موخه يو ستاينليک هم ورکړل شوی دی.

