ډېر لوستل شوي

د افغان او اذربايجاني چارواکو کتنه؛ تر اورپايي بازارونو د افغاني توکو پر رسېدو خبرې شوې

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رييس ملا فیض‌الله تمیم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته د رسمي سفر پر مهال د دې هېواد د ټرانسپورټ وزارت له مرستیال رحمان همتوف سره لیدنه او خبرې کړې دي.

ياده اداره وايي، په دې ناسته کې ملا فیض‌الله تمیم د صادراتو په پراختیا کې د معیار او کیفیت پر بنسټیز رول ټینګار کړی او د افغاني محصولاتو د لېږد لپاره یې د اغېزمنو ټرانسپورټي او ټرانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، څو دا محصولات د اروپا تر بازارونو ورسېږي.

په ورته مهال دواړو لوريو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د صادراتو د بهیر پر اسانتیا هم بحث کړی. اذربایجاني چارواکو هم د افغاني توکو لپاره د ترانزیټي اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د معیار او کیفیت اداره وایي، چې د تولیداتو د معیاري کولو، د صادراتو د پیاوړتیا او د افغاني محصولاتو د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته د رسېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه