ډېر لوستل شوي

د کانونو او پټروليم وزیر د هرات له والي سره د پروژو پر چټکتیا خبرې کړې

د کانونو او پټروليم وزير ملا هدايت‌الله بدري هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د همدې ولايت له والي شيخ مولانا اسلام‌جار سره په کتنه کې د ياد وزارت اړوند د پروژو د پرمختګ پر بهیر خبرې کړې دي.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو دفتر وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د کانونو وزارت د پروژو پرمختګونه ارزولي او د لا ډېرې همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار کړی، څو د دې پروژو د پلي کېدو بهیر چټک شي. همداراز، د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده شوې او ټینګار شوی چې دا ستره اقتصادي پروژه باید پر خپل وخت بشپړه شي.

اړوند خبرونه