ډېر لوستل شوي

د کانونو وزیر په بادغیس کې د کانونو پر معیاري استخراج ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د بادغیس ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له یو شمېر کانونو او د ګچو له تولیدي کارخونو لیدنه کړې ده.

د يا وزارت واياند مفتي همايون افغان وايي، چې ښاغلي بدري د کانونو د استخراج بهیر، تخنیکي چارې او د کارکوونکو فعالیتونه ارزولي او ټینګار یې کړی، چې د طبیعي زېرمو استخراج باید په معیاري او مسلکي ډول وشي.

د کانونو او پټروليم وزير څرګنده کړې، چې له کانونو سمه ګټه اخیستنه کولی شي د ملي عوایدو په زیاتوالي او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

وزیر همدارنګه اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د کان‌کېندنې اصولو ته پوره پام وکړي او د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د يادونې وړ ده، ټاکل شوې چې د جوزجان ولایت په «یتیم‌تاق» سیمه کې د سمنټو د یوې سترې کارخونې عملي چارې هم پیل شي.

اړوند خبرونه