په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني یو شمېر سیمهییز هېوادونه تورن کړي، چې د ایران پر وړاندې په بریدونو کې یې همکاري کړې او باید د اوښتو زیانونو جبران وکړي.
نوموړي ویلي، هغه هېوادونه چې په دې بریدونو کې یې مستقیمه یا غیر مستقیمه ونډه لرلې او یا یې د خپلو اډو، هوايي حریم، اوبو او خاورې د کارولو اجازه ورکړې، مسوول دي او باید حساب ورکړي.
د ایران استازي په ځانګړې توګه د قطر، بحرین، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کوېټ او اردن نومونه یاد کړي او ټینګار یې کړی چې دغه هېوادونه باید ایران ته د اوښتو زیانونو بشپړ جبران پر غاړه واخلي.
دا په داسې مهال ده، چې ايران تر دې وړاندې هم له امريکا او اسراييلو سره په وروستۍ جګړه کې له خلجي هېوادونو څخه د غرامت غوښتنه کړې وه.

