د تحریک انصاف پاکستان ګوند د بنسټګر عمران خان وکیل سلمان صفدر د اسلاماباد سترې محکمې ته ویلي، چې نوموړي په زندان کې د سترګې شاوخوا ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، عمران خان او بشرا بيبي دواړه له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي او د سترګو د انتان له امله د جراحي عملیاتو اړتیا لري، خو په زندان کې ورته د لازمې درملنې اسانتیاوې نهشته.
صفدر زیاته کړې، چې عمران خان په وروستۍ لیدنه کې ورته ویلي، یوازې ۱۵ سلنه لید یې پاتې دی او ډاکترانو دا زیان نه رغېدونکی بللی دی.
نوموړي همداراز ویلي، عمران خان تر ۲۲ ساعتونو او بشرا بيبي تر ۲۴ ساعتونو پورې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي، چې دا کار د محکمې د پرېکړې خلاف دی او دوام یې د شکنجې په توګه ارزول کېدای شي.
هغه د بشرا بيبي د ضمانت غوښتنې ځنډ ته په اشارې ويلي، چې دا غوښتنه له یو کال راهیسې ځنډېدلې او دا حالت د ښځو پر وړاندې د عدالت د نه پلي کېدو بېلګه ده.
په همدې حال کې، د اسلاماباد سترې محکمې قاضي له وکیلانو غوښتي چې د دې قضیې لپاره په راتلونکو لسو ورځو کې خپل چمتووالی بشپړ کړي.

