مالیې وزارت خبر ورکړی چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې هغه زرګونه کیلوګرام خوراکي او غیرخوراکي توکي نیول شوي چې قاچاقکوونکو له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته راوړي وو.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په نیولشویو توکو کې ۹ زره ۳۹۹ کیلوګرام انساني طبي درمل، ۷ زره ۳۲۹ کیلوګرام وریجې، ۶ زره ۴۹۱ کیلوګرام نوې البسه، ۹ زره ۸۰۱ کیلوګرام پرزه جات شامل وو.
سرچینې لیکلي چې په دغو قاچاقي توکو کې همداراز ۹ زره ۳۴۶ کیلوګرام اورلګیت، ۱۰ زره ۳۲۵ کیلوګرام رخت، ۱۴۱۳ کیلوګرام پټوګان، ۱۱۷۶ کیلوګرام چاکلېټ، ۷۶۸ کیلوګرام د وېښتانو تېل، ۱۹۲۰ کیلوګرام شیشهيي مرۍ، ۳۰۰ کیلوګرام صابون، ۲۹۴ کیلوګرام هینجه، ۴۱۵ کیلوګرام شیدې او ۷۰۰ کیلوګرام کچالو شامل وو.
مالیې وزارت همداراز په نیولشویو توکو کې د ۳۰۰ کیلوګرام اچار، ۱۹۵۰ کیلوګرام کیچپ، ۱۰۳۵ کیلوګرام نکریزو، ۶۰۰ کیلوګرام اوسپنیزې ارې، ۴۶۳ کیلوګرام تیزاب، ۳ زره ۸۵۰ کیلوګرام سینګارتوکو، ۵۳۹ کیلوګرام انرژي باب، ۴۷۶ کیلوګرام بوتلي کورت،۱۴۲ کیلوګرام مبلایل، ۲۵۱ کیلوګرام سبزیجاتو ۸۳ کیلوګرام کرنیز درملو، ۱۵۰ کیلوګرام خام موادو، ۲۸ کیلوګرام حیواني درملو، ۳۵ کیلوګرام پلاستیکي کڅوړو او ۱۵ کیلوګرام سرکې یادونه هم کړې ده. د سرچینې په وینا چې نیولشوي توکي او تورن کسان اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

