په کابل کې د ایران له سفیر، عليرضا بیکدلي د ټولګټو له وزیر، ملا محمد عیسی ثاني سره په کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د زېربنایي پروژو د پراختیا په اړه هراړخیزې خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکس لیکلي چې په دې کتنه کې د ایران سفیر ویلي چې د میل ۷۸ ابو نصر فراهي ۵۳ کیلومتره اوږد سړک د دویم لاټ د اساسي رغولو چارې ۴۲ کیلومتره بشپړې او ۱۱ کیلومتره نورې په چټکۍ روانې دي.
ښاغلي حقشناس د عليرضا بیکدلي له قوله لیکلي چې د یاد سړک لومړی لاټ ۶۴ کیلومتره په اوږدوالي د ایران له لوري په اساسي ډول رغول شوی و، خو په وینا یې چې اوسمهال یې د سړک فرش او د یو شمېر پلونو او پلګوټو ځینې برخې تخریب شوې دي.
د نوموړي په وینا چې د دې برخو د ترمیم او بیارغونې لپاره د ایران له لوري بودیجه او قراردادي شرکت ځانګړي شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شي. د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د میل ۷۸ ابونصر فراهي سړک ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري. دا سړک د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد او ټرانزیټ لپاره مهمه لار ده چې یاد وزارت یې د ایران په همکارۍ د ژر تر ژره بشپړېدو هڅې پیل کړې دي.

