د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي، فکر کوي چې له اوکراين سره روان جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده.
نوموړي د اروپا لپاره د نويو امنيتي ترتيباتو په اړه خبرو ته چمتووالی ښودلی او زياته کړې يې ده، چې د ده په خوښه به د دې احتمالي خبرو اترو شريک د جرمني پخوانی لومړی وزير ګرهارډ شرودر وي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې شوې، چې پوتین په مسکو کې د «بریا ورځې» په مراسمو کې په اوکراین کې د بریا ژمنه کړې.
بلخوا کرملېن ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې په منځګړیتوب له اوکراین سره د سولې خبرې اترې ځنډېدلې دي.
پوتین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې تر هغو به جګړې ته دوام ورکړي، څو د روسیې ټاکل شوي جنګي اهداف ترلاسه شوي نه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د دواړو لوريو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره لنډمهالی اوربند هم عملي شوی دی.

