ډېر لوستل شوي

د هېواد په ۹ بندرونو کې اداري کمپلېکسونه جوړېږي

د معيار او کیفیت ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې يو خبري کنفرانس پيل کړی، چې پر مهال يې له « TCRC» شرکت سره د ۴۶ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يو مهم تړون لاسليک کېږي.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د يادې ادارې د عمومي رييس ملا فيض‌الله تميم په حواله ويلي، دا تړون د پنځو کلونو لپاره دی، چې له مخې به يې د هېواد په ۹ بندرونو کې اداري کمپلېکسونه جوړ، کارکوونکي وروزل شي او په بېلابېلو برخو کې به پرمختللې اسانتياوې برابرې شي.

د ښاغلي تميم په وينا، د تړون له مخې به د برېښنا، ودانۍ او مسلکي برخو لپاره لابراتوارونه او اړين تجهيزات هم برابر شي، ترڅنګ به يې د هېواد دننه او بهر د مسلکي کسانو د ظرفيت لوړونې او روزنيز پروګرامونه هم عملي کېږي.

د ويلو ده، چې په دې کنفرانس کې د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند هم ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه