د چین ولسمشر شي جينپينګ له خپل امريکايي سيال ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې پر باثباته او سالمو دوه اړخيزو اړيکو ټينګار کړی او دا يې د دواړو هېوادونو ترڅنګ د ټولې نړۍ لپاره ګټورې بللې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ويلي، شي جینپینګ له ټرمپ سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د یوه هېواد بریا باید د بل لپاره فرصت وګڼل شي، نه ګواښ.
د نوموړي په وینا، بیجینګ او واشنګټن باید د سیالۍ پر ځای د همکارۍ لاره خپله کړي او د سترو قدرتونو ترمنځ د متقابل تفاهم او سالمو اړیکو نوی چوکاټ رامنځته کړي.
شي جینپینګ زیاته کړې، د چین او امریکا اړیکې د نړۍ پر ثبات، نړیوالو ننګونو او د بشریت پر راتلونکي مستقیم اغېز لري، نو له همدې امله د دواړو هېوادونو مشران باید د ګډو مسوولیتونو پر بنسټ عمل وکړي.

