ډېر لوستل شوي

د نورستان له کانونو ایستل‌شوې څه باندې ۸ زره کیلوګرام ګرانبیه او نیمه‌ګرانبیه ډبرې پلورل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت په نورستان کې د ۲۵ میلیون ۶۲۰ زره افغانیو په لګښت د ۸ زره ۵۵۴ کیلوګرام ګرانبیه او نیمه‌ګرانبیه ډبرو له پلورل‌کېدو خبر ورکړی دی. 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډبرې د نورستان «دواب» ولسوالۍ «ماوي» سیمې له کانونو ایستل شوې وې او د پلور داوطلبي یې د ولایتي ادارو د بېلابېلو ریاستونو استازو او پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې له لارې شوې ده.   سرچینې لیکلي چې د بېروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنایټ ډبرو د پلور په داوطلبۍ کې د اسلامي امارت ونډه ۵ میلیون ۲۶۲ زره افغانۍ وه.

اړوند خبرونه