ډېر لوستل شوي

چینايي پانګوالو افغانستان کې د تېلو تصفیې اړوند پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

چینایي پانګوال «وانګ‌ بن چاینګ» او مل پلاوي د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع سره په کتنه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د ارګ د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې چینايي پانګوال ویلي چې دوی د لوړپوړو ودانیو، لویو لارو، تونلونو، د کانونو د رااېستلو، د تېلو تصفیې بندونو او برېښنا اړوند کافي تجربه او ښه ټکنالوژي لري او غواړي چې د پانګونې په صورت کې یې افغانستان ته را انتقال کړي.
بلخوا ملا عبدالواسع ویلي چې اسلامي امارت د کانونو په ګډون سالنګ تونل او واخان کوریډور د اساسي جوړولو او نورو بېلابېلو برخو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
نوموړي همداراز سپارښتنه کړې چې پانګوال باید د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د افغانستان ګټو او اصولو ته هم پام وکړي.
د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس همداراز ویلي، پانګوال باید خپل چارې داسې په معیاري توګه ترسره کړي چې د دوی د مسلکي باور د لازیاتېدو او د بهرنیو پانګوالو د اړوندو هیوادونو د لا ښه شهرت لامل شي.

اړوند خبرونه