ډېر لوستل شوي

ټرمپ: د ایران جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او تهران ته د اټومي وسلې اجازه نه ورکوو

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د ایران پر وړاندې روانه جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې تهران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه‌کړي.

د امریکا ولسمشر د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې قانون جوړونکو ته ویلي، ایران سخت د یوې معاملې غوښتونکی دی او له روان وضعیت څخه ستړی شوی دی.

ټرمپ ویلي: “موږ ډېر ښه کار کړی او فکر کوم چې دا جګړه به ډېر ژر ختمه شي. ایران به اټومي وسله ونه لري او هیله ده چې دا هر څه په ښه او سوله‌ییز ډول پای ته ورسېږي.”

بل‌خوا د امریکا سنا مجلس، چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت لري، هغه طرحه مخته وړې چې له مخې یې د ایران پر ضد هر ډول جګړه باید د کانګرېس له څرګندې اجازې پرته ونه‌شي.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د پراخېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه