نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان پر جنوب د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې نږدې ۲۰ نور کسان ټپیان شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
ځايي سرچینو ویلي، په یادو بریدونو کې ملکي سیمې او استوګنیز کورونه په نښه شوي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
تر اوسه اسراییلي چارواکو د دغو بریدونو په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتېدو د پراخې جګړې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

