ډېر لوستل شوي

افغان هوايي ځواکونو ۵۰ تنه په سېلاب کې بندپاتې هېوادوال ژغورلي

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې افغان هوايي ځواکونو په بدخشان کې د سېلابونو د راوتلو او د امو سيند د اوبو د کچې لوړېدو له امله ۵۰ تنه بند پاتې هېوادول ژغورلي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې افغان ځواکونو دا هېوادوال د « MI-17» چورلکو په وسيله د شپږو الوتنو پر مهال ژغورلي دي.

د مسوولينو په وينا، ژغورل شوي کسان د ۱۴مې لواء څلورم کنډک او د بدخشان ولايت مرکز فيض‌اباد ښار ته لېږدول شوي دي. د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا عملیات په سختو شرایطو کې د زیانمنو هېوادوالو د ژغورنې په موخه شوي چې د ټولو لېږدول شویو کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

اړوند خبرونه