په کابل کې د افغان – اوزبیک د سوداګریزو اړیکو کنفرانس او B2B غونډه پيل شوې ده. په دې غونډه د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړیکې اقتصادي او تخصصي پړاو ته دننه شوې دي.
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی چې همکاري باید یوازې خبرې نه، بلکې عملي او اقتصادي وي، او له پانګوالو یې غوښتي چې د پانګونې لپاره په افغانستان کې اوسنی فرصت له لاسه ور نه کړي.
بلخوا د اوزبیکستان د سپکو صنعتونو د پراختیا ادارې مشر، ناظمجان خالمرادوف د افغانستان – اوزبیکستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او په وینا یې، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د وړیو، پنبې او چرم په برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي همداراز ویلي، که چیرې په افغانستان او اوزبیکستان کې کرنیز او صنعتي محصولات په ګډه تولید او پروسس شي، نو په دواړو هیوادونو کې به شاوخوا څلور میلیون خلکو ته د روزګار برابرېدو لامل شي.

