ځايي مسوولينو خبر ورکړی چې د مزارشریف او حیرتان ترمنځ د وسپنې پټلۍ پنځم تمځای نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانېستل کېږي.
د مسوولینو په وینا، دا تمځای د حیرتان له دوراهي څخه تر مزارشریف پورې ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۰ فرعي کرښې او ۵ سټېشنونه پکې شامل دي او په یو وخت کې د ۵۰ واګونونو د تشولو ظرفیت لري.
یاد تمځای د ټولګټو وزارت له لوري د اوزبيکستان د یوه خصوصي شرکت په مالي مرسته جوړېږي چې د سوداګریزو توکو د لېږد، ټرانزیټي اسانتیاوو او اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

