د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان وسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره کتلي او دواړو لوریو پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی دی.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې اوزبیک چارواکو ویلي چې غواړي په نایب اباد سټېشن کې د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي د وسپنې پټلۍ نوې کرښه او د دې کرښې تر څېرمه د تخلیې او بارګیرۍ لپاره څو ګودامونه جوړ کړي.
بلخوا اقتصادي مرستیال د دې هڅې د ستاینې ترڅنګ د ټولګټو وزارت مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغه اقدام تخنیکي او ساختماني چارې په ګډه له ازبیک لوري سره پرمخ یوسي.
اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې د دې کرښې او ګودامونو په جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.

