د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ تخنیکي پلاوي د هلمند له کجکي څخه تر سنګین پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې چارې ارزولې دي.
ياد شرکت وايي، په دې لړ کې ښاغلي همکار د پروژې تخنیکي کیفیت، استحکام او اجراييوي پرمختګونه له نږدې کتلي او پر کارکوونکو یې ټینګار کړی چې چارې يې له ټاکلو معیارونو سره سم او په چټکۍ بشپړې کړي. د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رييس دغه راز ويلي، د کندهار او هلمند اوسېدونکي د برېښنا کمښت او د ولتاژ ستونزو سره مخ دي، نو ځکه د ۱۱۰ کېلوولټ دویم سرکټ ژر بشپړېدل د برېښنا د ثبات او ظرفیت د لوړولو لپاره حیاتي اړتیا ده.

